>

د رواد د ژباړې مرکز — 175

7:188 ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم.

7:189 دى هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ او له هماغه يې د ده جوړه پيدا كړه چې له هغې سره بسيا (ارام) شي، نو بيا يې كله چې وپوښله (کوروالی وکړ)، هغې سپك بار (حمل) واخيست، چې ورسره ګرځېده به (وخت پرې تېر شو)، نو كله چې درنه شوه (په حمل سره نو) دواړو خپل رب الله ته سوال وكړ چې كه ښه بچى دې راكړ نو خامخا به موږ شكر وېستونكي اوسو.

7:190 خو كله چې ښه بچى يې وركړ، دواړو په هغه وركړه كې له ده سره نور شريكان وګڼل نو الله له هغو ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.

7:191 آيا هغه څه ورسره شريكوي چې هېڅ شي نه پيدا كوي بلكې خپله دوى پيدا كول كيږي.

7:192 او نه هغوى سره څه مرسته كولاى شي او نه خپلو ځانو سره څه مرسته كولاى شي.

7:193 او كه سمې لارې ته يې راوبلې، نه در پسې راځي، پر تاسو برابره ده كه راومو بلل يا تاسو چوپ پاتې شوئ.

7:194 بې شكه هغه چې تاسو يې الله نه پرته رابلئ، هغوى هم ستاسو په شان بندګان دي، نو كه تاسو رښتيني ياست راويې بلئ، نو ځواب دې دركړي.

7:195 آيا د هغوى پښې شته چې ورباندې لاړشي؟ يا يې لاسونه شته چې څه پرې ونيسي؟ يا يې سترګې شته چې پرې ګوري؟ يا يې غوږونه شته چې پرې واوري؟ ورته وايه شريكان مو راوبلئ بيا ماته دسيسې جوړې كړئ او هېڅ مهلت مه راكوئ.