د رواد د ژباړې مرکز — 87
4:52 دوى هماغه خلك دي چې الله رټلي دي، او هغه چې الله رټلي نو څوك ملاتړى به يې ونه مومې.
4:53 آيا په واكمنۍ كې د دوى كومه برخه ده، نو بيا خو به خلكو ته د كجور د زړي چاود (په اندازه شی) هم ورنكړي.
4:54 او كه نه، خلكو سره په هغه څه حسد كوي چې الله په خپله لورينه وركړي، نو موږ خو د ابراهيم كورنۍ ته كتاب او حكمت وركړى او (لا دا چې) لويه پاچاهي مو وركړې.
4:55 نو له هغوى (يهودو) نه ځينو ايمان پرې راوړ او ځينو يې ډډه ترې وكړه او هماغه لمبه اور د جهنم بس دى.
4:56 بې شكه هغوى چې كافر شوي دي زر به يې اور ته ننباسو، هر كله چې پوستكي يې پاخه شي، وربدل به كړو نور پوستكي ترڅو (ډېر) عذاب وڅكي، بې شكه الله برلاسى حکمت والا دى.
4:57 او چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به يې هغو جنتونو ته ورننباسو چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، په هغه كې به دوى لره پاكيزه جوړې وي اوګڼ سيورى ته به يې ننباسو.
4:58 بې شكه الله تاسو ته امر كوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او چې كله مو د خلكو ترمنځ فيصله كوله نو په عدل سره فيصله وكړئ، بې شكه الله تاسو ته د غوره څيز نصيحت كوي، يقيناً الله ليدونكى اورېدونكى دى.
4:59 ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او آخرت ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده.