>

د رواد د ژباړې مرکز — 596

92:10 نو زر ده چې هغه به سختې لارې ته تيار کړو.

92:11 او مال به يې هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي.

92:12 بېشکه لارښوونه پر موږ ده.

92:13 او پرته له شکه آخرت او دنيا هم موږ لره دي.

92:14 نو تاسې مو له لمبه وهونکي اور څخه وېرولي ياست.

92:15 چې يوازې ډېر بدمرغه خلک به ورننوځي.

92:16 هغه چې درواغ يې وګڼل او مخ يې واړولو.

92:17 او ډېر پرهېزګار به ترې په څنګ کړل شي.

92:18 کوم چې د ځان پاکولو لپاره خپل مال ورکوي.

92:19 او له هغه سره د هيچا کومه ښېګڼه نه وي چې بدله يې ورکړی شي.

92:20 مګر د خپل رب د مخ د لټولو د پاره چې په ټول مخلوق اوچت دی.

92:21 او زر ده چې هغه به راضي شي.

93:1 قسم دی پر وخت د څاښت باندې.

93:2 او پر شپه باندې کله چې وغوړیږي.

93:3 چې پالونکي دې نه پرېښی یې او نه يې بد راغلی يې.

93:4 او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی.

93:5 او ژر به دې پالونکی دومره څه درکړي چې پرې خوشحاله شې.

93:6 آيا ته يې يتيم ونه مومندلې چې بيا يې د هستوګنې ځای درکړ.

93:7 او ویې موندلي ته ناخبره نو پوه یې کړې.

93:8 او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړې.

93:9 نو هر چې یتیم دی غصه پرې مه کوه.

93:10 او مه سوالګر رټه.

93:11 او د خپل پالونکي د لورېينې ښکارندويي دې کوه.

94:1 آيا سينه مو درته پراخه نه کړه.

94:2 او ستا هغه پېټی مو در څخه کوز کړ.