>

د رواد د ژباړې مرکز — 511

48:1 بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى.

48:2 څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبخښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښايي.

48:3 او مرسته وکړي الله ستا سره مرسته د عزت والا.

48:4 خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مومنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمان د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی دی ډېر پوه او حکمت والا.

48:5 د دې لپاره چې مومنان او مومنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله پر وړاندې دغه يو ستر برى دى.

48:6 او تر څو منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي، هغوى چې په الله د بدۍ ګومان كوونكي دي، ناوړه پېر (دوران) دې پر هغوى وي، او الله پر هغوى غضب كړى، رټلي يې دي او جهنم يې ورته چمتو كړى او ډېر بد ځاى د ورتلو دى.

48:7 او الله لره د آسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله برلاسى حكمت والا دى.

48:8 پرته له شکه ته مو د شاهد، زېرى وركوونكي او وېروونكي په توګه لېږلى يې.

48:9 تر څو تاسي (مسلمانان) په الله او رسول يې ايمان راوړئ، مرسته يې وكړئ او درناوى يې وكړئ او سهار او ماښام د هغه (الله) تسبيح وواياست.