>

د رواد د ژباړې مرکز — 486

42:23 دا هغه څه دي چې الله يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي چې ايمان يې راوړى او د قران او سنت موافق كارونه يې كړي، ووايه: په دې (خبره) خو زه له تاسې څه بدله نه غواړم پرته له دوستۍ نه په خپلوۍ كې، او څوك چې ښه وكړي هغه ته به (نور هم) ښه والى پكې ورزيات كړو، په رېښتيا الله بخښونكى ښه قبلوونكى دى.

42:24 آيا هغوى وايي چې هغه (رسول) په الله پورې درواغ تړلي؟ نو كه الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي او الله په خپلو خبرو سره باطل له منځه وړي او حق ثابتوي بېشكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.

42:25 او هغه داسې ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي، له (ډېرو) بديو تېريږي او څه چې تاسو كوئ په هغه پوهيږي.

42:26 الله د مومنانو او نیک عملو دعاګانې قبلوي، او له خپلې پېرزوينې (نور هم) ور زياتوي او د كافرانو لپاره خو سخت عذاب دى.

42:27 او كه چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه كړې واى نو پر ځمكه كې به يې خامخا فساد (ظلم) كړى واى، خو هغه يې په يوه داسې كچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشكه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونكى دى.

42:28 او هغه داسې ذات دى چې باران نازلوي، له هغه وروسته چې (ټول) ناهيلي شي او خپل رحمت خپروي او همغه كار جوړوونكى ستايل شوی (ذات) دى.

42:29 او (بل) د هغه له نښانو د آسمانو او ځمكې پيدايښت دى او هغه (شيان) چې په هغو كې يې خپاره كړي له ژويو څخه او كله چې وغواړي هغه يې په راغونډولو قادر دى.

42:30 او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسي د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم.

42:31 او تاسو نه په ځمكه كې (د الله) عاجزوونكي ياست او نه تاسو لره الله نه پرته كوم ملګرى او مرستندوى شته.