د رواد د ژباړې مرکز — 397
29:7 او هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به له هغوی ګناهونه ورژوو او كوم غوره عملونه چې هغوى كول، هرومرو به د هغو ښایسته بدله وركړو.
29:8 او انسان ته مو له خپل مور او پلار سره يې د نيكۍ امر كړى، او كه هغوى دواړه دا كوښښ درباندې وكړي چې له ماسره څه داسې شى شريك كړې چې تا ته يې څه علم نه وي، نو بيا يې مه منه، يوازې ما ته ستاسي راتګ دى بيا به مو پر هغه څه خبر كړم چې تاسي به كول.
29:9 او هغه کسانو چې ايمان يې راوړى او نیک عملونه یې کړي نو هرومرو به يې په صالحانو كې شامل كړو.
29:10 او ځينى خلک داسې وايي چې موږ پر الله ايمان راوړى، خو كله چې د الله په هكله وځورول شي نو بيا د خلكو لخوا سختي (خپګان) لكه د الله عذاب ګڼي، او كه ستا د رب له لوري څه مرسته راشي، هرومرو وايي چې موږ خو درسره وو، آيا الله پر هغه څه ډېر ښه عالم نه دى چې د مخلوقاتو په زړونو كې دي؟
29:11 او خامخا ښکاره کوي به الله هغه خلك چې ایمان یې راوړی دی او خامخا به ښکاره کوي منافقانو لره.
29:12 او هغوى چې كافر شوي وو مومنانو ته يې وويل: زموږ په لار پسې راځئ او ستاسي ګناهونه به هم پر ځان واخلو! حال دا چې د هغوى د ګناهونو هيڅ شى پر ځان نه شي اخيستلى، بې شكه هغوى خو حتماً درواغجن دي.
29:13 او هرومرو به خپل درانه بارونه هم په سر واخلي او له خپلو درنو بارو سره (ډېر) نور درانه بارونه هم او خامخا به د قيامت په ورځ له هغو درواغو وپوښتل شي چې دوى به جوړول.
29:14 او نوح مو د هغه قوم ته ورواستولو، نو د هغوی ترمنځ پنځوس كم زر كاله وځنډېدو، بيا هغوى توپان راګير كړل، حال دا چې (په خپله) هغوى ظالمان وو.