د رواد د ژباړې مرکز — 369
26:40 چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول.
26:41 نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟
26:42 وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ.
26:43 موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ.
26:44 نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو!
26:45 بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې.
26:46 نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل.
26:47 وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ.
26:48 د موسى او هارون پر رب.
26:49 وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم.
26:50 هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو.
26:51 او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى.
26:52 او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ.
26:53 بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل.
26:54 چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.
26:55 او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو.
26:56 او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو.
26:57 پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه.
26:58 او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه.
26:59 همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول.
26:60 پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال.