د رواد د ژباړې مرکز — 352
24:21 اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی د شيطان په پلونو پل مه ږدئ، او چا چې د شيطان په پلونو پل کېښود؛ نو هغه د بدكارۍ او ناوړه كار امر كوي، او كه پر تاسي د الله پېرزوينه او لورېينه نه واى؛ نو له تاسو به يې هيڅكله يو هم نه وى پاك كړى خو چاته چې د الله خوښه شي، پاكوي يې او الله ښه اورېدونكى او پوه دى.
24:22 او له تاسي دې د فضيلت او پراخۍ څښتنان دا لوړه (قسم) نه كوي چې خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرو سره به مرسته نه كوي، عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.
24:23 بې شکه هغه كسان چې پر پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو تورونه لګوي، په دنيا او آخرت كې لعنت ورباندې شوى او د دوى لپاره ستر عذاب دى.
24:24 په کومه ورځ چې د هغوی ژبې، لاسونه او پښې د هغوی پر خلاف د هغو كارونو شاهدي وايي چې هغوى به كول.
24:25 په همغه ورځ به يې الله هغه بدله پوره وركړي چې وړ يې ده او پوه به شي چې په رښتيا همغه الله حق، څرګند دی.
24:26 نا پاكې ښځې د نا پاكو نارينه وو لپاره دي او نا پاك نارينه د نا پاكو ښځو لپاره، او پاكې ښځې د پاكو نارينه وو لپاره دي او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره، دوى له هغو خبرو پاك دي چې (درواغجن يې) وايي، هغوى لره بخښنه او ښه روزي ده.
24:27 اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له خپلو كورو پرته نورو كورو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی، دا ستاسي لپاره ښه ده، ښايي چې تاسو پند واخلئ.