>

د رواد د ژباړې مرکز — 321

20:126 (الله) به وفرمايي: همدغه شان زموږ آيتونه تاته راغلي و خو هېر دې كړل او همداسې به نن ته هم هېرېږې.

20:127 او همدا راز بدله وركوو هغه چاته چې له حده اوښتى وي او د خپل رب آيتونه يې نه وي منلي او د آخرت عذاب خامخا ډېر سخت او تلپاتې دى.

20:128 آيا دا نه ده ورته څرګنده شوې چې له دوى مخكې مو څومره پېړۍ هلاکې كړي دي چې (اوس) يې دوى په کورونو كې ګرځي، په دې كې يقيناً د هوښيارانو لپاره ډېرې نښانې دي.

20:129 او كه ستا د رب له خوا د يوې خبرې فيصله نه وى تېره شوې او يوه نېټه نه وى ټاكل شوې نو خامخا به د دوى هلاكت هم لازمي و.

20:130 نو دوى چې څه وايي په هغو صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه پاكي وايه، مخكې له لمر ختلو او مخكې له ډوبېدو يې او د شپې په (څه) شېبو كې يې هم پاكي وايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي ته راضي شې.

20:131 او هغو شيانو ته سترګې مه ور اړوه چې د دوى بېلا بېلو خلكو ته مو د دنيايي ژوند د ښكلا په توګه دې لپاره وركړي چې هغوى پكې وازميو، او ستا د رب دركړ شوې روزي غوره او تلپاتې ده.

20:132 او خپل اهل (ټبر) ته د لمانځه امر كوه او خپله هم پرې ټينـګ اوسه، موږ له تا څه روزي نه غواړو، روزى خو موږ دركوو او ښه انجام (د) تقوىٰ (خاوندانو) لره دى.

20:133 او (کافران) وايي: ولې (محمد -صلی الله علیه وسلم-) موږ ته د خپل رب نه كومه نښانه رانه وړه؟ آيا دوى ته د هغه څه ښكاره دليل نه دى راغلى چې په ړومبنيو صحيفو كې و؟

20:134 او كه موږ د هغه (محمد -صلی الله علیه وسلم-) له راتګ مخكې په كوم عذاب سره دوى هلاک كړي وى نو بيا به يې خامخا ويل چې ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى، مخكې له هغه چې موږ وشرمېږو او رسوا شو.

20:135 ووایه: ټول خلک انتظار کوونکي دي نو تاسې هم انتظار وکړئ، زر دی چې تاسې به پوه شئ چې څوک دي خاوندان د برابرې لارې او چا هدايت موندلى دى.