د رواد د ژباړې مرکز — 32
2:203 او یادوئ! الله تعالی په څو شمیرل شویو ورځو (د تشریق) کې، نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هیڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکی او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هیڅ ګناه په ده باندې دا (بېګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له مناهیو څخه). او له الله څخه (تل) وېرېږئ! او پوهه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټولېږئ (د سزا لپاره).
2:204 په انسانانو كې ځینې داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه الله شاهد نيسي پر هغه څه چې په زړه کې یې دي، حال دا چې هغه ډېر سخت دي په جګړه او عداوت کې.
2:205 او کله چې بېرته وګرځي (له تانه اې محمده!) نو ګړندی ګرځي په زمکه کې د دې لپاره چې په هغې (زمکه) کې فساد وکړي، او کښت (فصل) او ساکښان (ذي روح) (په سوځولو او وژلو سره) له منځه یوسي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي.
2:206 او کله چې ورته وویل شي چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، نو غرور (عار او ننګ) یې په ګناه کولو ټینګوي، نو پس کافي دی ده ته جهنم (عذاب د اور) او ډېر بد ځای د اوسېدو دی.
2:207 او په انسانانو کې ځینې داسې کسان دي چې د الله د رضا لپاره خپل نفس خرڅوي (قرباني کوي) او الله پر بندګانو ډېر مهربان دی.
2:208 اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په اسلام کې په هراړخیز ډول ننوځئ او د شیطان پیروي مه کوئ، بېشکه هغه (شیطان) ستاسي ښکاره دښمن دی.
2:209 بیا که تاسي وښویېدئ وروسته له هغې چې تاسي ته ښکاره معجزې راغلي دي، نو پوهه شئ چې بېشکه الله ډېر غالب دی (په انفاذ د احکامو) لوی حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي).
2:210 دوی انتظار نه كوي مګر د دې چې الله تعالی دوی ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (پریښتې هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټولې چارې یوازې الله ته ورګرځول كېږي.