>

د رواد د ژباړې مرکز — 281

16:119 بيا هم ستا رب هغو كسانو لپاره چې په ناپوهۍ سره يې ناوړه عمل وكړ، بيا يې له هغه وروسته توبه وكړه او سم كارونه يې وكړل نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.

16:120 بې شكه ابراهيم (په يوازې ځان) يو امت و، الله ته غاړه اېښودونكى حق پلوى (سړى) و، او (هېڅكله) له مشركانو څخه نه و.

16:121 د هغه د نعمتونو شكر وېستونكى و، الله هغه غوره او سمې لارې ته وربرابر كړ.

16:122 په دنيا كې مو ښيګڼه وركړه او په اخرت كې به يقيناً له صالحانو څخه وي.

16:123 بيا مو تاته (هم) دا وحى وكړه چې د ابراهيم د دين تابعداري كوه چې حق پلوى و، او له مشركانو نه و.

16:124 خبره دا ده چې د خالي ورځې (درناوى) پر هغو خلكو ټاكل شوى و چې هغوى پكې اختلاف وكړ، او ستا رب به خامخا د قيامت په ورځ د هغوى ترمنځ په هغه څه كې فيصله وكړي چې دوى پكې اختلاف كولو.

16:125 بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه، يقيناً هماغه ستا رب په هغه چا هم ډېر ښه پوه دى چې د ده له لارې اوښتى او همدى په لار موندونكو هم ښه پوه دى.

16:126 كه تاسې کسات اخلئ نو هغه شان کسات واخلئ چې څومره پر تاسي تيرى شوى وي؛ خو كه تاسې صبر وكړئ نو په دې كې شک نشته چې دا د صبر كوونكو لپاره ډيره ښه ده.

16:127 او صبر كوه او ستا صبر د الله له توفيقه پرته په بل څه نه دى او د دوى په (حال) مه خپه كيږه، او په هغو دسيسو چې دوى يې كوي زړه تنګى كېږه مه.

16:128 بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي.