د رواد د ژباړې مرکز — 20
2:127 او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم او اسماعیل بنیادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وویل) اې زموږ ربه (پالونکیه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اوریدونکی (او پر هر څه) ښه پوهیدونکی يې.
2:128 اې زموږ ربه! وګرځوه موږ (دواړه) حکم منونکی ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ یوه ډله حکم منونکي ستا او موږ ته د حج احکام وښایه او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی (او) رحم کوونکی يې.
2:129 اې زموږ ربه! په دوی (دې خلکو) کې د همدوى له قوم نه يو داسې پیغمبر راپاڅوه چې دوی ته ستا ايتونه لولي او دوی ته کتاب (یعنې قرآن) او حکمت (شرعي احکام) ورښايي او پاک کړې دوی (له ګناهونو)، بېشکه همدا ته ښه غالب (او) د حکمت خاوند یې.
2:130 او د ابراهیم علیه السلام له دین څخه مخ نه کړځوي، مګر هغوی چې ځان یې احمق کړی وي، او په تحقیق سره غوره کړی و موږ ابراهیم علیه السلام په دنیا کې (په نبوت او د بیت الله په ودانولو سره)، او بېشکه په آخرت کې له (خاصو) نیکانو څخه دی.
2:131 او (یاد کړه) چې كله يې رب (ابراهیم علیه السلام ته) وویل: (زما احکامو ته) غاړه كېږده! نو هغه (ابراهیم) وویل: ما د عالمیانو رب ته غاړه ايښې ده.
2:132 پر همدې مسلك د تللو وصیت (سپارښتنه) ابراهيم علیه السلام خپلو زامنو ته كړې وه او یعقوب علیه السلام (هم)، چې اې زما زامنو! بېشکه چې الله غوره کړی دی تاسې ته دین (د اسلام) نو مه مرئ تاسې مګر په هغه حال کې چې تاسي مسلمانان یاست.
2:133 آیا تاسې هغه مهال حاضر واست چې یعقوب علیه السلام ته مرګ راغی کله چې (یعقوب علیه السلام) خپلو زامنو ته وویل، چې زما له مرګ وروسته به د څه عبادت کوئ؟ نو دوی وویل چې ستا د معبود عبادت به کوو او ستا د پلرونو چې ابراهیم او اسمعیل او اسحاق علیهم السلام دي د معبود عبادت به کوو، هغه یو الله دی (شریک نه لري) او موږ ټول هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
2:134 هغه یوه ډله وه چې تېره شوی ده، هغوی لپاره ده (جزا) د هغه څه چې کړی يې دي او ستاسې لپاره (جزا) ده، د هغه څه چې تاسې کړي او له تاسې نه به د هغوی د کړنو په اړه پوښتنه نه کېږي.