د رواد د ژباړې مرکز — 183
8:46 او د الله او د هغه د رسول خبره منئ او خپلو كې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (قوت) به مو لاړ شي، او صبر كوئ، يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.
8:47 او د هغو په شان مه كيږئ چې له خپلو كورو په وياړ او خلكو ته ځان ښودنې لپاره ووتل او د الله له لارې يې (خلك) ايسارول، او الله په هغو چارو چې دوى يې كوي را چاپېر دى.
8:48 او كله چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او ورته ويې ويل: نن په خلكو كې څوك پر تاسي برلاسې نشته او زه هم تاسو سره مل يم خو كله چې دواړو ډلو سره وليدل نو بېرته يې په پوندو (په شا) منډې كړې او ويل يې: زه درنه بېزاريم، زه هغه څه وينم چې تاسو يې نه وينئ، زه خو الله نه وېرېږم، او الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى.
8:49 كله چې منافقانو او هغو چې په زړونو كې يې ناروغي وه، ويل: دا خلك (مومنان) خپل دين مغرور (ليوني) كړي دي، او څوك چې په الله بروسه وكړي نو بې شكه الله حكيم برلاسى دى.
8:50 او كه هغه كافران ووينې چې ملايكې يې روح اخلي او په مخونو او څټونو يې وهي او (ورته وايي) اوس د سوځېدو عذاب وڅكئ.
8:51 دا (سزا) د هغه (بد عمل) له امله ده چې خپلو لاسو مو وړاندې ليږلى و، او بې شکه الله پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى نه دى.
8:52 لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د الله آيتونه يې ونه منل نو بيا الله پر خپلو ګناهونو راونيول، بې شكه الله زورور او سخت عذاب وركوونكى دى.