د رواد د ژباړې مرکز — 167
7:138 او بني اسرائيل مو له سمندره پورې وېستل نو په يوه قوم ورغلل چې (تل به) د خپلو (څو) بتانو په عبادت ولاړ وو، ويلې اى موسى! موږ ته هم يو دغسې معبود جوړ كړه لكه د دوى معبودان. ويلې رښتيا چې تاسي ډېره ناپوهي کوونکي خلک یاست.
7:139 يقيناً هغه (دين) چې دوى پرې دي تباه دى او څه چې دوى كول هغه (ټول) باطل دي.
7:140 (موسى -علیه السلام-) وويل: آيا له الله پرته بل معبود درته ولټوم؟ حال دا چې هماغه تاسو پر ټولو خلكو غوره كړي ياست.
7:141 او كله چې له فرعونيانو مو وژغورلئ كومو چې تاسو سخت عذابولئ، ستاسو زامن به يې وژل او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودې، او په دې كې مو د خپل رب له خوا لوى ازميښت و.
7:142 او له موسى -علیه السلام- سره مو د دېرشو شپو لوز كړى و چې لس مو ور زياتې كړې نو د هغه د رب ټاكلې موده څلويښت شپې پوره شوه، او موسى خپل ورور هارون ته وويل: زما په قوم كې زما ځاى ناستى اوسه، سمون راوله او د ورانكارو په لار مه ځه.
7:143 او كله چې موسى -علیه السلام- زموږ ټاكلې مودې ته راغى (د طور غره ته) او رب يې خبرې ورسره وكړې، ويلې زما ربه! ځان راوښايه چې ودې ګورم، ويې فرمايل: ته ما نه شې ليدلاى، خو دې غره ته وګوره كه هغه پر خپل ځاى (ولاړ) پاتې شو نو ته به مې هم ووينې. نو كله چې رب يې غره ته وړانګې وغورځولې نو هغه يې ذرى ذرې كړ او موسی -علیه السلام- بې هوښه پريوت، كله چې په هوښ شو ويلې: ته پاك يې، تاته مې توبه ده او زه تر ټولو مخكې ايمان راوړونكى يم.