>

د رواد د ژباړې مرکز — 149

6:152 او (بل دا چى) د يتيم مال ته مه ورنږدې كيږئ مګر په ښه طريقه، تر هغه چې خپلې ځوانۍ ته ورسيږى، پوره كوئ پيمانه او تول په عدل سره، هيڅوك نه رانيسو مګر په خپل وس يې، او چې خبره مو كوله نو انصاف (رښتينولي) كوئ، كه څه هم خپلوان وي، او د الله په لوز وفا كوئ، په همدې سره يې تاسو ته حكم كړى، ښايي چې نصيحت ومنئ.

6:153 او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو متابعت يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي، په همدې يې تاسو ته حكم كړى چې ځان (له بې لارۍ) وساتئ.

6:154 بيا مو موسى ته كتاب وركړي و چې پر هغه چا د نعمت پوره كول و چا چې نيكى كړې وه، د هر شي لپاره څرګند بيان، لارښوونه او رحمت و، تر څو هغوى له خپل خداى سره په مخامخ کېدلو ايمان راوړي.

6:155 او دا كتاب چې موږ نازل كړى بركتي دى نو متابعت يې كوئ او تقوى كوئ چې رحم درباندې وشي.

6:156 تر څو بيا ونه واياست چې كتاب خو پر (هغو) دوو طائفو له موږ مخكې نازل شوى و او موږ د هغوى له لوستلو ناخبره وو.

6:157 يا داسې ونه واياست چې كه پر موږ باندې كتاب را نازل شوى وى نو حتماً به موږ تر دوى زيات په سمه لار برابر وو، نو دا دى خپل رب له خوا مو ښكاره دليل، لارښوونه او رحمت درته راغلى دى، نو تر هغه چا به لوى ظالم څوك وي چې د الله آيتونه دروغ وګڼي او مخ ترې واړوي، كوم خلك چې زموږ له آيتونو مخ اړوي، هغوى ته به ډېر زر په همدې مخ اړولو د سخت عذاب بدله وركړو.