>

د رواد د ژباړې مرکز — 113

5:32 له همدې امله مو په بني اسرائيلو (دا فرمان) ليكلى و چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساد پرته ووژلو نو (وګڼئ) لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او چا چې ژوندى كړ (له مرګه یې وژغوره) نو لكه چې ټول انسانان يې ژوندي (بچ) كړي وي، او دوى ته زموږ رسولان هم له ښكاره نښانو سره راغلل بيا هم د هغوى نه زياتره له دې وروسته هم په ځمكه كې زياتى كونكي دي.

5:33 خبره دا ده چې كوم كسان الله او د هغه رسول سره جنګيږي او په ځمكه كې د فساد لپاره منډې ترړې وهي نو سزا يې دا ده چې ووژل شي، يا په دار شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي او يا له هیواده وشړل شي دا خو د دوى لپاره په دنيا كې يو سپكاوى دى، او په آخرت كې یه دوى لپاره لوى عذاب وي.

5:34 خو پرته له هغو كسانو چې توبه يې وېستلې وي، مخکې له دې چې تاسو پرې برلاسي شئ، نو بيا پوه شئ چې يقيناً الله مهربان بخښونكى دى.

5:35 ای مومنانو! الله نه وډار شئ، هغه ته د ورنږدې كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لار كې هلې ځلې وكړئ ښایي چې بريالي شئ.

5:36 يقيناً څوك چې كافرشوي كه د ځمكى دا هر څه د دوى وي او همدومره نور هم چې د قيامت ورځې له عذابه (بچ كېدلو لپاره) يې په فديه كې وركړي، نو ترې به ونه منل شي او هغوى ته به دردناك عذاب وي.